د ځانګړې زده کړې د اختلاف حل

د ځانګړې زده کړې د اختلاف حل

د 2024 په جون کې اپډېټ شوی

له ښوونیزې حوزې سره د اختلاف د حل لپاره څه ترسره کولی شم؟

له حوزې سره ووینئ، د منځګړيتوب غوښتنه وکړئ، شکایت یا د قانوني پروسې له لارې استماعیه ناسته ثبت کړئ.

تاسو د خپل زده کوونکي د وکالت\دفاع پر مهال ښايي خپل ځان له ښوونیزې حوزې سره په اختلاف کې ومومئ. د امکان په صورت کې دا ښه خبره ده چې ستونزه د Individual Education Plan  (IEP، زده کړې انفرادي پلان) د ټیم له غړي یا د ښوونیزې حوزې له چارواکو سره د خبرو له لارې د حلولو هڅه وکړئ. که یاده لاره کار نه ورکوي، د قانون لخوا څو دانې بیان شوې لارې چارې شته دي.

د والدینو او ښوونځي لپاره د شکایت رسمي پروسیجرونه، منځګړیتوب او د قانوني پروسې استماعیه غونډه د لاندې مورادو په ګډون د ځانګړې زده کړې په تړاو د اختلاف د حل په پار شته دي:

  • د معلول په توګه د زده کوونکي معرفي
  • د زده کوونکي ارزونه
  • د ځانګړې زده کړې د خدمتونو وړاندې کول
  • په زده کړییز چاپیریال کې د ماشوم ځای پر ځای کول

شکایتونه

که د یوه زده کوونکي د ځانګړو زده کړو Individuals with Disabilities Education Act (IDEA)، د معلولیت لرونکو کسانو د زده کړې قانون یا 504)) پروګرام په تړاو اختلاف شته وي، نو د شکایت دوې رسمي پروسې شته دي.

  1. واشنګټن ته د ځانګړې زده کړې د ټولنې شکایت State Office of the Superintendent of Public Instruction

د ځانګړې زده کړې د ټولنې شکایت څه شی دی؟

د ځانګړې زده کړې د ټولنې شکایت چې پخوا د تبع شکایت ورته ویل کېده، د بهرنۍ ادارې لخوا د زده کوونکو او حوزې تر منځ د اختلافونو د حل لاره ده. د ټولنې شکایت باید له Office of the Superintendent of Public Instruction (OSPI، د عامه لارښوونو د ناظر دفتر) سره ثبت شي کله چې یو څوک باور لري چې یوې ښوونیزې ادارې (د ایالتي، ښوونیزې حوزې یا عامه یا خصوصي ښوونځي په ګډون) د IDEA یا د زده کړو له ایالتي مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده.

څوک د ځانګړې زده کړې د ټولنې شکایت ثبتولی شي؟

هر څوک یا اداره له Office of the Superintendent of Public Instruction سره شکایت ثبتولی شي.

د ځانګړې زده کړې د ټولنې شکایت اړینې اړتیاوې کومې دي؟

شکایت باید:

  • په لیکلې بڼه وي
  • د شکایت کوونکي لخوا لاسلیک شوی وي
  • داسې بیان پکې وي چې له مخې څرګندېږي چې ښوونیزې ادارې په تېر کال کې د ځانګړې زده کړې له قانون څخه سرغړونه کړې ده
  • د سرغړونې حقیقتونه بیان کړي
    • د شکایت کوونکي نوم او پته پکې ذکر شوې وي او
    • د ښوونیزې ادارې نوم او پته پکې ذکر شوې وي.

که شکایت د یوه مشخص زده کوونکي په تړاو وي، نو باید لاندې موارد هم پکې شامل وي:

    • د زده کوونکي نوم
    • د زده کوونکي د ښوونیزې حوزې نوم
    • د هغه مسلې\ستونزې تشریح چې پر زده کوونکي اغېز کوي
    • د ستونزې یو وړاندیز شوی حل.

 

د ټولنې شکایت فورمه چېرته پیدا کېږي؟

OSPI ستاسو لپاره یوه اختیاري فورمه جوړه کړې ده چې د ځانګړې زده کړې د ټولنې شکایت د ثبتولو پر مهال يې وکاروئ. فورمه په لاندې لینک کې شته: https://ospi.k12.wa.us/student-success/special-education/dispute-resolution/file-community-complaint

په کوم ځای کې اغېز رامنځته کولی شئ؟

کله چې د ټولنې شکایت ثبتوئ، ډاډمنه کړئ چې مهالوېشونه په پام سره ولولئ. که OSPI یا ښوونیزه اداره په مناسب وخت کې عمل ونه شي کړی، نو تاسو د بل شکایت لپاره دلایل لرئ.

ډاډه اوسئ چې د ښوونځي اړوند سوابق چې پاڼې يې شمېره ولري، پکې شامل کړئ چې په دې ترتیب سوابقو ته په اسانۍ سره مراجعه کېدی شي.

د ځانګړې زده کړې د ټولنې شکایت تر ثبت کېدو وروسته څه پېښېږي؟

کله چې OSPI شکایت ترلاسه کړي، باید یوه کاپي يې ښوونیزې حوزې ته واستوي. د شکایت له ترلاسه کولو وروسته په 20 ورځو کې باید ښوونیزه حوزه شکایت وڅېړي او OSPI ته په لیکلې بڼه ځواب ورکړي. OSPI به تاسو ته د ښوونیزې حوزې د ځواب یوه کاپي را ولېږي. بیا تاسو د شکایت په تړاو د اضافي معلوماتو د سپارلو اختیار لرئ.

OSPI باید په 60 ورځو کې یوه خپلواکه لیکلې پرېکړه ونیسي چې ایا ښوونیزه اداره د ځانګړې زده کړې له فدرالي یا ایالتي قوانینو څخه سرغړونه کوي کنه. په پرېکړه کې باید د حقیقت موندنې او د شکایت د حل مناسب ګامونه شامل وي. دغه مهالوېش غځېدلی شي، که چېرې:

1) تر شکایت اړوند استثنايي شرایط شته وي یا

2) شکایت کوونکی او ښوونیزه اداره په لیکلې بڼه د منځګړیتوب یا د حل بل میتود کارولو لپاره د مهالوېش پر غځولو موافقه وکړي.

ښوونیزه حوزه باید بیا د هر ډول سپارښنل شوي اصلاحي اقدام بشپړولو لپاره د OSPI په لیکلې پرېکړه کې له رامنځته شوو مهالوېشونو سره سمون ولري. که ښوونیزه حوزه دغه کار ونه کړي، OSPI کولی شي حوزې ته د تمویل ورکول کېدو مخه ونیسي یا د نورو حل لارو امر ورکړي.

که دا پرېکړه وشي چې ښوونیزې حوزې ونه شو کړی چې معلولیت لرونکي زده کوونکي ته مناسب خدمت چمتو کړي، نو OSPI باید:

  • پرېکړه وکړي چې ښوونیزه حوزه باید د خدمتونو د انکار په پار څنګه جبران وکړي، د پیسو تادیه کول یا د زده کوونکي اړتیاوو ته د رسیدو لپاره یو څه نور اصلاحي اقدام ترسره کولو په ګډون
  • د ټولو معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره په راتلونکي کې د خدمتونو وړاندې کولو ته رسیدنه وکړي.

د OSPI ټولنې شکایت په تړاو لا زیات معلومات چېرته پیدا کولی شم؟

https://ospi.k12.wa.us/student-success/special-education/dispute-resolution/file-community-complaint

له United States Office of Civil Rights for the Department of Education څخه د مدني حقونو شکایت

د مدني حقونو شکایت څه شی دی؟

504 برخه د تبعیض ضد قانون دی چې موخه يې په ټولو فدرالي تمویل ترلاسه کوونکو پروګرامونو کې د معلولیت له مخې تبعیض له منځه وړل دي. دا چې عامه ښوونځي او حوزې فدرالي پیسې ترلاسه کوي، نو د 504 برخې د الزاماتو تابع دي.

د متحده ایالاتو Department of Education (د زده کړې څانګې) لپاره د متحده ایالاتو Office for Civil Rights  (OCR، د مدني حقونو دفتر) د 504 برخې محافظتونه پلي کوي او د شکایتونو د څېړلو مسوول دی.

څوک د مدني حقونو شکایت ثبتولی شي؟

هر څوک کولی شي چې د متحده ایالاتو له Office of Civil Rights سره شکایت هر هغه مهال ثبت کړي کله چې یو معلولیت لرونکی زده کوونکی له یوه داسې پروګرام څخه ښوونیز امتیازات نه ترلاسه کوي چې د غیر معلولو همزولو لخوا له ترلاسه کېدونکو هغو د پرتلې وړ دي. یوه بېلګه يې هغه مهال ده کله چې یو چلندیز معلول زده کوونکي ته وویل شي چې په علمي سفر نه شې تللی او باید د مدیر په دفتر کې پاتې شي، په داسې حال کې چې پاتې ټولګی پر علمي سفر تللی وي. همداراز د OCR په شکایتونو کې د لاسرسي ستونزې هم شاملې وي، لکه په ویلچیر کې د ماشوم لپاره مایلو زینو نشتوالی یا د هغو اسانتیاوو یا خدمتونو په برابرولو کې د حوزې پاتې راتلل چې د زده کوونکي په 504 پلان کې باید شامل وي یا پکې شامل دي.

د مدني حقونو د شکایت الزامات کوم دي؟

د مدني حقونو شکایت باید د تبعیض تر نېټې وروسته په 180 ورځو (6 میاشتو) کې ثبت شي. په شکایت کې باید لاندې موارد شامل وي:

        د شکایت ثبتوونکي کس نوم، پته او د ټلیفون شمېره

        د هغه کس (کسانو) نوم، پته او د ټلیفون شمېره چې پر وړاندې يې تبعیض شوی

        د ښوونځۍ، حوزې یا تبعیض کوونکي کس نوم، پته او د ټلیفون شمېره

        د تبعیض اساس (نژاد، معلولیت، ملي اصل او داسې نور)

        دا چې تبعیض په کوم ځای او وخت کې پېښ شو

        د تبعیض حقایق او

        د لیکلو موادو، معلوماتو یا نورو هغو سندونو کاپۍ چې د شکایت ملاتړ کوي.

د OCR د مدني حقونو شکایت په کوم ځای کې ثبت شي؟

له OCR سره د شکایت ثبتولو لپاره د شکایت برېښنايي فورمه کارولی شئ چې په لاندې لینک کې پیدا کېږي: https://www2.ed.gov/about/offices/list/ocr/complaintintro.html

یا د ثبت وړ فورمه په لاندې لینک کې پیدا کېدی شي: https://www2.ed.gov/about/offices/list/ocr/complaintform.pdf

که د ثبت وړ فورمې بشپړول یا خپل لیک لیکل انتخابوئ، کولی شئ خپل شکایت په OCR.Seattle@ed.gov سره د برېښنالیک یا په 1601 -607(206) سره د فکس له لارې واستوئ. دغه راز کولی شئ خپل شکایت د برېښنالیک له لارې لاندې پتې ته ولېږئ:

Office for Civil Rights

U.S. Department of Education

915 2nd Avenue #3310

Seattle, WA 981074-1099.

د مدني حقوونو د شکایت تر ثبت کېدو وروسته څه پېښېږي؟

OCR په شکایت کې شته بیا ګوري او پرېکړه کوي چې ایا شکایت لا نور پسې پروسس شي کنه. دا باید معلومه کړي چې ایا چارواکي باید شکایت وڅېړي او دا چې ایا شکایت پر وخت سره سپارل شوی کنه. شکایت باید د تبعیض د ادعا شوې کړنې تر نېټې وروسته په 180 ورځو کې ثبت شي.

OCR به وپوښتي چې د پروسې د یوې برخې په توګه د رضایت فورمه لاسلیک کړي. OCR به له تاسو سره د برېښنالیک یا ټلیفون له لارې اړیکه ونیسي، که دغه فورمه له هغه وخت 15 ورخې وروسته ترلاسه شوی نه وي چې د لاسلیک کولو درڅخه غوښتل شوي وو او تاسو خبر شوي وئ چې د فورمې لاسلیکولو 5 نورې ورځې لرئ. دغه راز ښايي له تاسو وغوښتل شي چې اضافي معلومات چمتو کړئ. که لا زیات معلوماتو اړتیا وي، OCR باید 20 ورځې وخت درکړي تر څو غوښتل شوي معلومات چمتو کړئ.

وروسته تر دې چې OCR خپله څېړنه پای ته ورسوي، تاسو او حوزه دواړه د موندنو یو لیک ترلاسه کړئ چې دا تشریح کوي چې ایا ثبوت د دې ملاتړ کوي چې سرغړونه پېښه شوې ده کنه. که OCR پوه شي چې حوزه له قانون سره سمون نه لري، نو له حوزې سره به اړیکه ونیسي چې وګوري چې ایا حوزه راضي ده چې د حل رضاکارانه موافقې ته داخله شي کنه. که حوزه د ستونزې د حل لپاره موافقه نه کوي، OCR ښايي بل اقدام وکړي لکه د عدالت څانګې ته د قضيې راجع کول.  

که فکر کوئ چې حوزه د زده کوونکي د زده کړې د مناسبې تجربې له حق څخه سرغړونه کوي، نو شکایت ثبتول له پامه مه غورځوئ.

منځګړیتوب

منځګړیتوب څه شی دی؟

منځګړیتوب د اختلاف د حل یو ډول دی. د IDEA له مخې له ایالتونو غوښتل کېږي چې والدینو\سرپرستانو او ښوونیزو حوزو ته د زده کوونکي د ځانګړې زده کړې پروګرام په تړاو د شخړو د حل په موخه د منځګړتوب وړیا خدمتونه برابر کړي.

د منځګړیتوب پروسه ښوونځی او والدین یا سرپرست په یوه درېیم اړخ - منځګړي سره یو ځای کوي. منځګړی له دواړو اړخونو سره ویني تر څو هڅه وکړي چې د زده کوونکي د ښوونیزو اړتیاوو په تړاو یوه د منلو وړ موافقه وکړي. یاده پروسه رضاکارانه ده، نو والدین یا سرپرست او ښوونیزه حوزه دواړه اړخونه باید له ګډون کولو سره موافقه وکړي. منځګړیتوب د زده کوونکي لپاره د خدمت ښه کولو، شخړې حل کېدو او د ښوونځي او والدینو یا سرپرست تر منځ د اړیکو بیا جوړېدو یوه عالي لار کېدی شي.

که منځګړیتوب بریالی وي، اړخونه یوه قانوني پابنده موافقه لاسلیک کوي چې حل بیانوي. دا تر ښوونځي او والدینو یا سرپرست پورې اړه لري چې د موافقې شرایط ترسره کړي. کله چې د منځګړیتوب پرېکړه وشي، منځګړی له صحنې وځي او د کوم څه ترسره کولو ته د کوم اړخ د اړ ایستو ځواک نه لري. که د منځګړیتوب د موافقې په تړاو شخړه رامنځته شي، نو والدین یا سرپرست کولی شي په دولت یا فدرالي محکمه کې د تطبیق غوښتنه وکړي. که یوه نوې یا متفاوته شخړه را منځته شي، نو والدین یا سرپرست یا حوزه کولی شي د اختلاف د حل هغه ټول ډولونه وکاروي چې د قانون له مخې موجود وي.

د منځګړیتوب غوښتنه باید د غږ اختیارونو\آپشنونو ته وشي. کولی شئ غوښتنه په لیکلې بڼه یا په ټلیفون سره وکړئ. هر اړخ د غږ له اختیارونو\آپشنونو سره اړیکه نیولی شي او دوی به له بل اړخه سره اړیکه ونیسي. تاسو کولی شئ په 692 - 2540-800-1 سره د غږ له اختیارونو\آپشنونو سره اړیکه ونیسئ.

د وکالت\دفاع لارښوونه

په منځګړیتوب کې د ګډون کولو موافقه ستاسو دا مخه نه نیسي چې وروسته د قانوني پروسې د استماعیې غوښتنه وکړئ. کولی شئ هر وخت د منځګړیتوب پروسه ودروئ او بیا هم د قانوني پروسې د استماعیې غوښتنه وکړئ. یوازینی محدودیت دا دی چې د قانوني پروسې په وروستنۍ استماعیې کې د خبرو اترو اوریدل چې د منځګړیتوب پروسې په جریان کې ترسره شوي، د شواهدو په توګه نه شي کارول کیدی. که څه هم د منځګړیتوب لیکلې موافقه د شواهدو په توګه کارول کیدی شي.

د قانوني پروسې استماعیې

د قانوني پروسې استماعیه ناسته څه شي دي؟

د قانوني پروسې استماعیه یو رسمي اداري طی مراحل دی لکه ازمیښت. والدین یا سرپرست او ښوونیزه حوزه هر یو دا فرصت لري چې ثبوت او شاهدان وړاندې کړي او د مخالف لوري لخوا وړاندې شوي شاهدان وڅیړي.

د استماعیې افسر د حقایقو او قانون پر بنسټ لیکلي پریکړه کوي.

ایا زه د قانوني پروسې استماعیې لپاره وکیل ته اړتیا لرم؟

نه، خو که غواړئ حق لرئ چې د وکیل لخوا مو استازیتوب وشي.

د معلولیت لرونکي زده کوونکي والدین یا سرپرست د یوې قانوني پروسې په استماعیه کې د وکیل لخوا مشوره یا استازیتوب کولی شي. وکیل درلودل اړین نه دي او په استماعیه کې له هغه پرته بریالي کېدی شئ. ډیری وختونه دا ښه خبره ده چې له وکیل یا بل پوه کس سره مشوره وکړئ تر څو د استماعیې لپاره په غوښتنه او چمتو والي کې مرسته وکړي.

څنګه د قانوني پروسې استماعیې لپاره غوښتنه وکړم؟

 د Office of Administrative Hearings (اداري استماعیې دفتر) ته په لیکلي ډول غوښتنه وکړئ او ښوونیزې حوزې ته خبر ورکړئ.

د قانوني پروسې استماعیې غوښتنه باید په لیکلي ډول وشي او لاندې معلومات ولري:

  • د زده کوونکي نوم او پته
  • هغه حوزه او ښوونځی چې زده کوونکی ورځي
  • هغه حوزه چې د ځانګړي زده کړې خدمتونو چمتو کولو مسووله ده، که له هغې حوزې څخه توپیر ولري چې زده کوونکی پکې ګډون کوي
  • د والدینو د اندیښنو یوه تشریح
  • د ستونزې د حل لپاره ستاسو وړاندیزونه.

د خپلې استماعیې د غوښتنې کاپي په پست کې واستوئ یا يې لاندې پتې ته ولېږئ:

Office of Administrative Hearings

P.O. Box 42489

Olympia, WA 98504

باید د استماعيې اصلي غوښتنه هم ښوونیز حوزې ته د ښوونیز حوزې ناظر ته په پست یا تحویلۍ چمتو کړئ. مه هېروئ چې یوه کاپي يې د ځان لپاره وساتئ.

OSPI د استماعیې د قانوني پروسې د غوښتنې فورمه جوړه کړې تر څو له والدینو سره مرسته وکړي چې د قانوني پروسې د استماعيې غوښتنه وکړي. فورمه په لاندې لینک کې شته: https://ospi.k12.wa.us/student-success/special-education/dispute-resolution/request-due-process-hearing

د استماعیې د غوښتنې محدودیتونه کوم دي؟

د استماعيې غوښتنه باید هغه سرغړونه یا مسله\ستونزه حل کړي چې په تیرو دوو کلونو کې پیښه شوې وي. د اسماعيې د قانوني پروسې غوښتنه تر دوه کالو څخه ډېره پخوانۍ سرغړونه حل کړي، که له لاندې دوو شرایطو څخه یو یې پوره شي:

  1. والدین د دوو کلونو په اوږدو کې د قانوي پروسې د استماعيې له غوښتلو څخه منع شوې و، ځکه چې د ښوونیزې حوزې ناسم بیان ورکړی و چې ستونزه مو حل کړې.

یا

  1. والدین د دوو کلونو په اوږدو کې د قانوي پروسې د استماعيې له غوښتلو څخه منع شوې و، ځکه چې د ښوونیزې حوزې هغه معلومات وساتل چې د قانوني له مخې اړینه چې شریک يې کړي.

د استماعيې غوښتنې لپاره خورا مهمه ده چې د هغو ټولو احتمالي مسلو او اندیښنو په اړه بحث وشي چې والدین يې لري. کله چې غوښتنه ترلاسه شي، یوازې هغه وخت بدلیدلی شي چې ښوونیزه حوزه په لیکلي بڼه موافقه وکړي یا که د استماعيې افسر موافقه وکړي تعدیل کیدی شي او د حل ناستې لپاره مهالویش (لاندې وګورئ) بیا پیل کیږي.

دغه راز IDEA له مخې یوازې هغه مسلې\ستونزې چې د استماعيې په غوښتنه کې راپورته شوي یا د غوښتنې په تعدیل کې کیدی شي د استماعيې د پروسې په جریان کې حل شي، مګر دا چې بل اړخ موافق وي. په داسې حال کې چې اړ نه یئ چې د قانوني پروسې د استماعيې غوښتلو لپاره وکیل ولرئ، خو ګټوره به وي چې له وکیل سره مشوره وکړئ کله چې د استماعيې د پروسې غوښتنې مسوده چمتو کړئ تر څو ډاډمنه شئ چې ستاسو ټولې اندیښنې راپورته شوي.

وروسته تر دې چې زه د د قانوني پروسې استماعيې لپاره غوښتنه وړاندې کړم، څه پیښیږي؟

ښوونیزه حوزه باید ځواب درکړي.

د والدینو شکایت له ترلاسه کولو وروسته په 10 ورځو کې باید ښوونیزه حوزه ځواب ورکړي. ښوونیزه حوزه باید تشریح کړي چې ولې یې دا کار کړی، د IEP ټیم کوم نور اختیارونه\آپشنونه په پام کې نیولي او ولې رد شوي دي، د هغه معلوماتو توضیحات چې حوزه د پریکړې نیولو لپاره پرې تکیه کړې او د حوزې تر پریکړې پورې اړوند نورو فکتورونو په اړه معلومات تشریح کړي. ښوونیزه حوزه اړ نه ده چې ځواب ورکړي، که والدینو ته په شکایت کې د موضوع په اړه له مخکې لیکلي خبرتیا لیږلي وي.

د حل جلسه څه شی ده؟

 د حل جلسه یوه غونډه ده چې د استماعيې تر یوې قانوني پروسې وروسته خو د قانوني پروسې تر استماعيې مخکې ترسره کیږي.

له والدینو څخه د استماعيې د قانوني پروسې د غوښتنې ترلاسه کولو وروسته په 15 ورځو کې باید ښوونیزه حوزه د والدینو، د IEP ټیم اړونده غړو او د ښوونیزې حوزې یو استازی چې د پریکړې کولو واک لري، یوه غونډه جوړه کړي. ښوونیزه حوزه نه شي کولی دغې غونډې ته وکیل راولي، مګر دا چې والدین هم وکیل ولري. د دغې غونډې موخه دا ده چې د شکایت په اړه بحث وکړي او وګوري چې ایا دا مسله د یوې قانوني پروسې له استماعيې پرته حل کیدی شي کنه.

که والدین او ښوونیزه حوزه د حل په غونډه کې موافقې ته ورسیږي، باید یو قانوني پابنده موافقه لاسلیک کړي چې په محکمه کې د تطبیق وړ وي. یا ښوونیزه حوزه یا والدین درې کاري ورځې لري چې خپل فکر بدل کړي او موافقه لغوه کړي.

د حل غونډه باید ترسره شي، مګر دا چې والیدن او ښوونیزه حوزه دواړه په لیکلي ډول موافقه وکړي چې غونډه پریږدي یا د دې پرځای د منځګړیتوب کارولو موافقه وکړي.

د قانوني پروسې استماعیه څومره وخت نیسي؟

ښوونیزه حوزه د شکایت ترلاسه کولو وروسته 30 ورځې لري چې د حل پروسې له لارې د والدین رضایت لپاره مسله حل او فصل کړي. که حوزه یاد کار په 30 ورځو کې ونه کړي، نو د قانوني پروسې د استماعيې مهالویش پیل کیږي. استماعیه باید ترسره شي او په 45 ورځو کې پریکړه وشي.

د 30 ورځې د حل موده تنظیمېږي، که له لاندې مواردو څخه یو يې پیښ شي:

  • دواړه خواوې په لیکلې بڼه موافقه کوي چې د حل له ناستې څخه ډډه وکړي
  • تر منځګړیتوب یا د حل جلسې وروسته دواړه خواوې په لیکلې بڼه موافقه کوي چې د حل جلسې له غونډې څخه ډډه وکړي
  • اړخونو موافقه کړې وه چې د 30 ورځنۍ حل جلسې په غونډه کې په منځګړیتوب کې برخه واخلي او یو اړخ له منځګړیتوب څخه ووځي. په دغو حالتونو کې د 45 ورځې مهالویش سمدلاسه پیل کیږي.

د استماعیې موده تر دې پورې اړه لري چې مسلې\ستونزې څه شی دي او هر اړخ څومره فکر کوي چې د خپلې قضیې وړاندې کولو لپاره به څومره وخت ونیسي.

د حل جلسه ډېره مهمه ده. که والدین نه غواړي چې د حل په جلسه کې برخه واخلي، نو د حل جلسې لپاره مهالویش او د قانوني پروسې استماعیه د غونډې تر ترسره کیدو پورې ځنډول کیږي. سربېره پر دې ښوونیزه حوزه ممکن د استماعیې له افسر څخه د 30 ورځو د حل دورې پای ته رسیدو وروسته وغواړي چې د والدینو د قانوني پروسې د استماعيې غوښتنه رد کمړي، که والدین د حل په غونډه کې له ګډون څخه انکار وکړي. په بل اړخ کې که د ښوونیزه حوزه د استماعيې غوښتنې ترلاسه کولو په 15 ورځو کې د حل غونډې په مهالویش جوړولو کې پاتې راشي، والدین کولی شي د استماعیې له افسر څخه وغواړي چې سمدلاسه د اوریدلو د 45 ورځو قانوني پروسې استماعیې مهالوېش پیل کړي.

د قانوني پروسې استماعیې مهالوېش

 

والدین په لیکلې بڼه د قانوني پروسې استماعیې غوښتنه کوي

حوزه په 10 ورځو کې ځواب ورکوي

حوزه د حل جلسې په 15 ورځو کې مهالوېش کوي، مګر دا چې په لیکلې بڼه صرف نظر ترې شوی وي

که د حل جلسه په 30 ورځو کې شکایت حل نه کړي، د قانوني پروسې استماعيه پرمخ ځي او د استماعيې پریکړه په 45 ورځو کې ترسره کیږي.

“پاتې کېدل (stay put)” څه شی دی؟ کله چې زه د استماعيې غوښتنه کوم، زده کوونکی مې ښوونځي ته چیرته ځي؟

پاتې کېدل (Stay put) هغه اصطلاح ده چې په IDEA کې د دې تشریح کولو لپاره کارول کیږي چې یو زده کوونکی چیرته ښوونځي ته ځي کله چې د استماعيې غوښتنه کیږي. که د استماعيې غوښتنه وشي، زده کوونکی حق لري چې په ورته چاپېریال کې د انفرادي زده کړې پروګرام ترلاسه کولو ته تر هغه دوام ورکړي تر څو چې استماعیه بشپړه شي او پریکړه وشي. د پاتې کیدو لپاره ځینې استثناوې شته چې هغه مهال پلي کیږي کله چې معلولیت لرونکي زده کوونکي تر انضباط لاندې کیږي.

د قانوني پروسې استماعیه زما د زده کوونکي لپاره څه شی کولی شي؟

حوزې ته امر کیدی شي چې خدمتونه وړاندې کړي، زده کوونکي ته جبراني زده کړه ورکړي او د والدینو قانوني فیسونه ورکړي.

د قانوڼي پروسې استماعیه له زده کوونکي سره مرسته کولی شي چې مناسب خدمتونه ترلاسه کړي او د هغې زده کړې لپاره چمتو شي چې د حوزې د پاتې راتګ له امله له لاسه وتلې وې. د استماعيې افسر کولی شي د زده کوونکي د وړتیا، IEP، په ښوونیزو چاپېریالونو کې بدلونونه او ارزونې او بیا ارزونې په اړه د اختلافونو په حل کې مرسته وکړي.

د استماعیې افسر هم کولی شي د جبراني زده کړې امر ورکړي، یعنې دا چې حوزه باید د خپلو پاتې راتګونو له امله له لاسه ورکړل شوی وخت یا فرصتونو په پار خدمتونه چمتو کړي. د بېلګې په توګه حووزې ته امر کیدی شي چې د زده کوونکي لپاره پیسې ورکړي څو د ټولنې کالج په کورس کې برخه واخلي، د ځانګړي زده کړې پر پروګرام سربېرته شخصي تدریس چمتو کړي یا د دوبي پروګرامونه برابر کړي، که څه هم زده کوونکی به بل ډول د تمدید شوي ښوونیز کال خدمتونو وړ نه وي.

د جبراني زده کړې غوښتنې باید د IEP له موخو او اهدافو سره تړاو ولري. د جبراني زده کړې خدمتونو د غوښتلو پر مهال نوښتګر اوسئ. د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې زده کوونکي یې خوښوي (هنر، موسیقي، ساینس او نور) او یو داسې پروګرام یا خدمت وړاندیز کوي چې دا تجربې وړاندې کوي.

که په استماعیه کې تاسو بریالي کېږئ، کیدای شيحوزه د هغه لګښتونو لپاره چې تاسو د استماعیې لپاره مصرف کړي او هغه فیسونه چې یو وکیل ستاسو د استازیتوب لپاره اخلي، پیسې ورکړي. د هغو لګښتونو تعقیب ترسره کړئ چې تاسو یې د استماعيې لپاره په چمتووالي کې مصرف کړي.